ددودیزی لویه جرګی دپریکړه لیک په باب مختلف عکس العملونه
سلام خان سلام خان

 

 

دوديزه لويه جرگه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه د مشورې په موخه د لړم په ٢٥مه په کابل کې پيل او څلور ورځې يې دوام وکړ،په دوديزه لويه جرگه کې، چې  د ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېده، څه باندې دوو زرو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا ګانو ٣٠ سلنه غړو او د ملي شورا يو شمېر غړو په کې له بېلابېلو ولايتونو ګډون کړى وو،دوديزې لويې جرګې، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليکول يوه اړتيا وبلله او هغه يې په هېواد کې د امنيت او اقتصاد د ښه کېدو په برخه کې مهم وباله ،دغې جرګې د اسلام سپېڅلي دين، د افغانستان د خلکو کولتور او دودونو، د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او قوانينو ته درناوى، د افغان ځواکونو مالي او لوژستيکي ملاتړ او د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو د تلاشۍ کولو او شپنيو عملياتو مخنيوى د دغه تړون لپاره اساسي شرايط بللي دي دسیاسی چارو ځینی کارپوهان په دې باور دي، چې له امریکا سره ستراتیژیکي اړیکي کولای شي، د افغانستان د امنیت، سولې، پرمختګ او ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو په مخنیوي کې مهم رول ولري ،خو هغوی داهم،  وايي، د لویي جرګې له خوا د وړاندې شوو شرايطو ځیني داسې دي، چې ممکن امریکا یې ونه منی ،افغان او امریکايي لوري دواړه باید په خپلو شرطونو کې نرمښت په پام کې ونیسي ،په دې پرېکړه لیک کې امریکایان ځیني مواد نه شي منلای، د مثال په ډول عراقیانو وویل، که امریکايي عسکر په عراق کې جرم کوي، نو دلته به محکمه کیږي، خو امریکا ونه منله او له عراقه وزي ،ټولې خبرې نه د امریکا منل کیږي او زموږ له خوا هم په احساساتي ډول دا شیان ویل شوي دي

د افغانستان د اسلامي تحقیقاتو او علمي مرکز که څه هم د اوس لپاره له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ضروري بولي، خو وایي، چې دا اړیکې باید د هغو شرایطو په چوکاټ کې وي، چې د دودیزې لویې جرګې له خوا ټاکل شوي ،دغه مرکز د دوشتبې په ورځ په یوه غونډه کې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو په هدف د لویې جرګې د رابللو لپاره د افغان حکومت اقدام وستایلو او په دې برخه کې یې له ولس سره مشوره ضروري وبلله ،د دې مرکز یو غړي سید احمد جمال مبارز له افغان دولت نه وغوښتل، چې له امریکا سره په ستراتیژیکو اړیکو کې د لویې جرګې سپارښتنې په پام کې وساتي ،دغه مرکز، چې تر ډیره د اسلامي مسایلو په اړه تحقیقات کوي دا هم په ډاګه کړه، چې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې هیڅ راز دیني ممانعت نه لري او د اسلام د تاریخ په رڼا کې یې په دې اړه ځینې بیلګې هم وړاندې کړې ،د اسلامي تحقیقاتو او علمي مرکز یو بل غړي شمس الحق هاشمزي هم ویلیدی ، چې د امریکا له پوځي امکاناتو څخه باید د افغان ځواکونو د روزنې لپاره هم کار واخستلای شي ،بې له شکه چې نن سبا زموږ هېواد ډېر زیاد د ګاونډیو له تهدیداتو سره مخامخ دی، دا ایجاب کوي، چې په دغه سې یوه زماني مقطع کې موږ ته لاس راکړي، زموږ دفاع وکړي، زموږ د استقلال دفاع وکړي، زموږ له ارضي تمامیت نه دفاع وکړي، زموږ وسله وال پوځ تسلیح او تجهیز کړي.

په هیواد کې موجودې ځینې سیاسي کړۍ او په تیره بیا د ملي جبهې ایتلاف، چې ځان د حکومت سیاسي اپوزسیون بولي که څه هم لویه جرګه یی د قانون په خلاف عمل بللی ده، خو له امریکا سره یې د ستراتیژیکو اړیکو مشروط ملاتړیی اعلان کړی دی

د هېواد مشرانو جرګی ویلی دی، چې افغان حکومت او ملي شورا باید له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې هغه سپارښتنې په پام کې وساتي، چې د دودیزې لویي جرګې له خوا وړاندې شوي دي ،دغې جرګې د یکشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې په دې اړه د لویي جرګې د پریکړه لیک ملاتړ وکړ او ویي ویل، چې ولس د دې جرګې له لارې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خپل دریځ څرګند کړ،د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د دې تړون په اړه وروستۍ پریکړه به د هېواد ملي شورا کوي

د دولت دوو وسله والو مخالفو ‌ډلو حزب اسلامي او طالبانو دغه پرېکړه ليک او تړون رد او پروړاندی یی کلک مخالفت څرګند کړی دي ، طالبان د دويزې لويې جرګې د پرېکړو د غندنې ترڅنګ وايي، چې دغه پرېکړې به په ټوله سيمه کې حساسيتونه را وپاروي او له امله به يې افغانستان د ډېر وخت لپاره په سيمه کې د لانجو مرکز وګرځي. د  طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه رالېږل شوي برېښنا ليک کې ويلي دی چی په دې جرګه کې د خلکو ريښتوني استازي برخه نه لري، چې د ولس ريښتونې ګټې او اسلامي اصول په کلکه په نظرکې ولري

په افغانستان کې د ناټو ملکي ویندوی ډامينيک مډلي په کابل کې خبریالانو ته وويل دی چی:ناټو تل په دې ټينګار کړى چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون له درکه اندېښنه ونه لري. دلته مېشت بهرني ځواکونه د افغان دولت او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې پراساس راغلي دي، ولی ایران د افغانستان او امریکا ترمنځ له ستراتیژیک تړون سره په زغرده مخالفت اعلان کړ او له افغانانو څخه یې وغوښتل چې بهرني پوځیان پرې نږدي چې نور د دوی په خاوره کې پاتې شي ،د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی رامین مهمانپرست رسنیو ته دخبرو پرمحال ویلی دی چی: افغان ملت او حکومت باید له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د جدي اغېزو په باب د خپلو ګاونډیانو حساسیتونه په پام کې ونیسي، دا همکارۍ ممکن امنیتي خطرونه هم ولري او د هغو په وجه ښايي ټوله سیمه بې ثباته او ناامنه شي ،د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی افغانانو ته په اشارې همداراز ویلی دی چی: دوی (افغانان) باید په خپله خاوره کې، په دې حساسه سیمه کې پردي پوځیان پرې نږدي

 د پاکستان صدراعظم، سید یوسف له یوه بریتانوی پلاوی سره په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی چی، خپلواک، سوکال، باثباته او د ملي حاکمیت درلودونکی افغانستان د پاکسنتان په ګټه دی ،ګیلاني،د سولې د یوې داسي پروسې په ملاتړ ټینګار کړی دی چې د افغانانو خپله او د دوی په مشرۍ وي ،ده په عین حال کې وویلی دی  چې پاکستان د افغانستان داسي حل لاره نه غواړي چې د تېر ځل په شان پاکستان بې ثباته کړي

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د دودیزې لویې جرګې د شنبې د ورځې د پرېکړو په اړه په خپل لومړني عکس العمل کې وویل چې متحد ایالتونه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د امریکايي پوځیانو له حضور سره د دې لویې جرګې د موافقې هرکلی کوي ،د وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا وویلی دی چې د افغانستان د دودیزې لویې جرګې پرېکړې، له دې سره سره چې سخت شرطونه یې کېښودل، ډاډ ورکړچې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د اوږدې مودې د حضور لپاره د ولسمشر حامد کرزي پلان تاییدوي ،په کابل کې د امريکا سفارت مطبوعاتي دفتر  (د لړم ٢٩مه) د دغه مطلب په څرګندولو سره وځینو رسنیو ته ویلی دی چی: لويه جرگه د افغانانو يو دوديز اصل دى، چې موږ ورته زيات درناوى لرو،په کابل کې د امريکا سفارت هيله څرګندوي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ خبرې اترې به د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو د رامنځته کېدو لامل شي

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دتیری شنبی په ور ځ په خپلو څرګندونو کی ویلی دی چې د امریکا وروستي اعلان چې له یوې خوا د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه پوځیان باسي او له بلې خوا په دې هیواد کې نوې اډې جوړوي، خواشینی کړی دی ،نوموړی،چې په مسکو کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، داهم ویلی دی چی:لږترلږه په لومړي نظر د امریکا اعلانونه ضد ونقیض دي.موږ په دې غور کوو چې څه کوي ،همدارنګه په ملګرو ملتونو کی دمسکو استاذی ویتالی چورکین دتیری سه شنبی په ور ځ دملګرو ملتونو عموغونډی ته په خپله وینا کی ویلی دی چی مونږ داسی قانع  شوی یو چی په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو شتون موقتی دئ .دامنیت شورا دماموریت تر ختمیدو وروسته باید بهرنی ځواکونه له افغانستان ووځې ،هغه زياته کړه، مسکو په دې باور دی، چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کي دنده تر سره کوي .

 د نړۍ له بېلابېلو پرمختللو هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو په لړ کې افغان چارواکي وايي د بون له غونډې وروسته به له برتانیا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړي . کابل وايي چې دغه تړون یې چمتو دى او د دسمبر په مياشت کې به یې په لندن کې له برتانوي چارواکو سره وروستی کړي ،دافغانستان د ولسمشر وياند ايمل فيضي په کابل کې خبریالانو ته وويلی دی چې له تيرو اوو مياشتو را هیسې په دغه تړون کار شوی دی او ولسمشر کرزی به ددسمبر په پنځمه نیټه په بن کی له غونډی وروسته ولندن ته په همدی هدف سفر وکړې،په  تړون کې به د امنیتي ځواکونو د روزنې، په افغانستان کې د یوې نظامي عالي اکاډمۍ د جوړولو، اقتصادي همکاریو، د ظرفیتونو د لوړولو او د مالي نظام د پیاوړتیا برخې شاملې وي ،برتانیه غواړي چې د امنیتي ځواکونو په روزنه کې برخه ولري . د یوې عالي پوځي اکاډمۍ جوړول هم پکې شامل دی . برتانیه غواړي له افغانستان سره په اقتصادي ، کانو ،د کادرونو د روزنې اومالي نظام په پیاوړتیا اوګڼو نورو برخو کې همکاري ولري.پای

 

 

 

 

 


November 24th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها